TOOSnews
اعلان
یو پخوانی پوځي په دایکندي کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل شوی.
افغانستانټوس نیوز

یو پخوانی پوځي په دایکندي کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا وژل شوی.

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ځايي سرچینې وايي چې د تېرې پنجشنبې په ماښام د دایکنډي ولایت په یوه سیمه کې د ملي امنیت د پخواني حکومت یو کارکوونکی د نامعلومو وسله‌والو له خوا وژل شوی دی.

سرچینو د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۲۶مه، له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دغه پخوانی پوځي محمدعلي طوفان نومېده او د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ د «کته‌سنګ» په سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو د برید هدف وګرځېد او ژوند یې له لاسه ورکړ.

ویل کېږي چې د طالبانو استخباراتو تر دې وړاندې هم څو ځله محمدعلي طوفان نیولی و، خو هغه د سیمې د اوسېدونکو په ضمانت خوشې شوی و.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې تر دې وړاندې یو بل پخوانی پوځي، یاسر بهزاد، هم وژل شوی و.

د دې پېښې له امله د دایکنډي د اوسېدونکو ترمنځ پراخې اندېښنې رامنځته شوي دي. د سرچینو په وینا، د طالبانو له خوا د دې ولایت په کلیو کې د شپې ګزمې هم د خلکو اندېښنې او ویره زیاته کړې ده.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان ګڼ شمېر پخواني امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې ډلې له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او په ځینو مواردو کې وژل شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.