د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي ادعا کړې چې د دوی له بیا واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د «زرګونو ناوړه پېښو» مخه نیول شوې ده، دا په داسې حال کې چې د طالبانو پر حکومت د ښځو او نجونو پر حقونو د پراخو محدودیتونو له امله نړیوالې نیوکې دوام لري.
حنفي د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) په ننګرهار ولایت کې د ختیځ زون له دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو سره په غونډه کې وویل، د امر بالمعروف وزارت مسؤلینو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځو پر وړاندې د زرګونو ناوړه پېښو مخه نیولې ده.
هغه همداراز ادعا وکړه چې د تېرو شلو کلونو «فکري جګړې» موخه د خلکو او دیني عالمانو ترمنځ واټن رامنځته کول وو. نوموړي زیاته کړه، که په کومه ولسوالۍ کې درې دیني عالمان د یوه طالب چارواکي پر کړنو شرعي نیوکه وکړي او ستونزه حل نه شي، نو له ده دې پوښتنه وشي.
د امر بالمعروف وزیر وویل، طالبان به راتلونکو نسلونو ته داسې یو «بشپړ شرعي نظام» په میراث پرېږدي چې خلک به ورته دعا کوي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدهکړو محرومې شوي، ښځې له ډېرو دولتي او نادولتي دندو منع شوي او پر ازاد تګ راتګ، ټولنیز حضور او نورو بنسټیزو حقونو یې هم پراخ محدودیتونه لګېدلي دي.
ملګرو ملتونو په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي، د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه په افغانستان کې د بشري ناورین د پراخېدو لامل شوي دي.
نړیواله ټولنه د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره د ښځو او نجونو پر وړاندې د بندیزونو لرې کول یو اساسي شرط بولي، خو طالبان ټینګار کوي چې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.
په ورته وخت کې، د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د ښځینه وزیرانو د نهم کنفرانس په وروستۍ اعلامیه کې هم په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار بندیزونه د اسلامي ارزښتونو، د ښځو او نجونو له کرامت او حقونو سره په ټکر کې بلل شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








