د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دیني مدرسو د مسوولینو، استادانو او یو شمېر دیني عالمانو سره په لیدنه کې د ښوونځیو او مدرسو د زدهکوونکو ترمنځ د عقیدوي او دیني زدهکړو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه همداراز د ځوان نسل د فکري او دیني روزنې لپاره د هڅو د زیاتوالي غوښتنه وکړه.
د طالبانو د حکومت له خوا د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې هبتالله اخوندزاده په دې ناسته کې د دیني علومو د اهمیت، د زدهکوونکو د روزنې او د اسلامي احکامو د پلي کېدو په اړه خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د هغه په باور، د دیني علومو پراختیا په ټولنه کې د دیني ارزښتونو په ټینګښت کې بنسټیز رول لري.
د طالبانو رهبر له ديني مدرسو له استادانو وغوښتل چې د عقیدې د تدریس، فکري او روزنیزو برخو ته لا ډېره پاملرنه وکړي. هغه همداراز د مطالعې د کلتور د پراختیا او د دیني علومو ترڅنګ د وینا او بیان د مهارتونو پر زدهکړه هم ټینګار وکړ.
اخوندزاده د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل چې د اسلامي احکامو پلي کول صبر، استقامت او ثبات ته اړتیا لري او مسوولین باید په سیاسي، اقتصادي او نظامي برخو کې له هر ډول غفلت څخه ډډه وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ناستې په پای کې ګډونوالو یو ځل بیا له هبتالله اخوندزاده سره بیعت وکړ او د هغه څه د پیاوړتیا لپاره یې د همکارۍ ژمنه وکړه چې «اسلامي نظام» بلل شوی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د دې ډلې ښوونیزې تګلارې له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخامخ دي. له دغو نیوکو څخه د شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو دوامداره بندیز او له زدهکړې او کار څخه د میلیونونو ښځو او نجونو محرومیت یادېدای شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








