TOOSnews
اعلان
د غزني په واغظ ولسوالۍ كې د ټي ټي پي يو قوماندان په ډزو وژل شوى.
افغانستانټوس نیوز

د غزني په واغظ ولسوالۍ كې د ټي ټي پي يو قوماندان په ډزو وژل شوى.

۱۳ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ په ګوډلو سیمه کې سرچینې وایي، چې تېره شپه (پنجشنبه، د چنګاښ ۱۱مه) شاوخوا دولس بجې ناپېژاندو وسله‌والو د خالد مسعود په نوم د ټي‌ټي‌پي یو قوماندان په ډزو وژلی دی. طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د سرچینو په وینا، نوموړی په سیمه کې د ټي‌ټي‌پي له یوه ځايي کمپ څخه د وتو پر مهال هدف ګرځول شوی او بریدګر له برید وروسته له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

سرچینو د یاد قوماندان د مړي یو انځور هم شریک کړی دی.

تر دې وړاندې، تېره اونۍ هم د ټي‌ټي‌پي یو بل غړی په کندهار کې د ناپېژاندو موټرسایکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوی و، خو طالبانو د دغو دواړو پېښو په تړاو تر اوسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې افغان طالبان د ټي‌ټي‌پي غړو ته په پناه ورکولو تورنوي، خو طالبانو دغه تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله حضور نه لري او د ټي‌ټي‌پي موضوع د پاکستان کورنۍ مسئله ده.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.