د افغانستان روغتیايي برخې ته د هند نوې مرستې؛ د درملو او طبي وسایلو جوپه کابل ته ورسېده.
هند یو ځل بیا د درملو او طبي وسایلو نوې جوپه په کابل کې یوه روغتون ته استولې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، رندیر جیسوال، ویلي چې نوی ډېلي د روغتیا او طبي پاملرنې په برخه کې د افغانستان له خلکو سره همکاریو ته ژمن دی.
رندیر جیسوال د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۹مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې د درملو او مصرفي طبي توکو یوه بله جوپه د کابل هوايي ډګر ته رسېدلې ده. هغه ټینګار کړی چې هند به د افغانستان د روغتیايي پاملرنې له نظام څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې جوپې د اندازې او ارزښت په اړه معلومات نه دي ورکړي. طالبانو هم تر اوسه د هند د دې طبي مرستې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د رندیر جیسوال له خوا خپاره شوي انځورونه په کابل هوايي ډګر کې د درملو او طبي وسایلو یوه لویه حوپه ښيي. د استول شویو وسایلو د وروستي مقصد او ډول په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
دا مرسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې له پاکستان سره د طالبانو ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي دروازو له تړل کېدو وروسته، طالب چارواکو د روغتیا او درملنې په برخه کې د هند د همکاریو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
هند په تېر یوه کال کې څو ځله افغانستان ته د درملو او طبي وسایلو جوپې استولي دي. دې هېواد د روان کال د غبرګولي په وروستیو کې هم شاوخوا پنځه ټنه درمل له افغانستان سره مرسته کړي وو. تر دې وړاندې، د تېر کال په لېندۍ او سلواغه میاشتو کې یې افغانستان ته له ۷۵ ټنو څخه زیات درمل او طبي توکي استولي وو.
افغانستان انټرنشنل د تېر کال په سلواغه میاشت کې په یوه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو له خوا له پاکستان سره د درملو د سوداګرۍ د درولو له پرېکړې درې میاشتې وروسته، په کابل بازار کې د ځینو درملو بیې تر ۴۰ سلنې پورې لوړې شوې وې. د راپور له مخې، له پاکستان سره د درملو رسمي سوداګري درول شوې او د افغانستان د اړتیا وړ یو شمېر درمل د قاچاقي لارو له لارې بازار ته داخلېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








