د ایران نیمهدولتي خبري اژانس «فارس» د دغه هېواد د نفتو وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی چې ایران د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېلو د پلور له لارې ۷.۵ میلیارده ډالر عاید ترلاسه کړی دی.
د راپور له مخې، له دې عوایدو ترلاسه شوي بهرني اسعار د ایران مرکزي بانک ته سپارل شوي، چې د حکومت د ارزي اړتیاوو او اقتصادي لګښتونو په پوره کولو کې ترې استفاده وشي. دغه رقم د تېر کال د همدې مودې پرتله شاوخوا یو نیم برابر زیات بلل شوی دی.
د ایران لپاره د تېلو عواید په داسې حال کې مهمه مالي سرچینه بلل کېږي چې دغه هېواد له پراخو نړیوالو بندیزونو او اقتصادي فشارونو سره مخ دی. د ایراني سرچینو په وینا، د تېلو د صادراتو دوام او د بهرنیو اسعارو ترلاسه کول د حکومت د مالي وضعیت په مدیریت کې مهم رول لري.
د فارس د راپور له مخې، د لومړیو څلورو میاشتو ترلاسه شوي عواید د حکومت د راتلونکو میاشتو د بهرنیو اسعارو د اړتیاوو د یوې پام وړ برخې د تمویل وړتیا لري.
لیکوال:سعید سمیر








