ایران وايي، د هرمز تنګي کنټرول لا هم د دغه هېواد په لاس کې دی او له امریکا سره یې د سولې د خبرو د بیا پیل لپاره هېڅ غوښتنه نه ده کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، تهران له واشنګټن څخه د مذاکراتو د بیا پیل غوښتنه نه ده کړې. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د شاوخوا دوو اوونیو هوايي بریدونو کمپاین وځنډاوه.
د رویټرز د راپور له مخې، امریکايي پوځي چارواکو ټرمپ ته سپارښتنه کړې وه چې بریدونه ودروي، ځکه ټاکل شوي پوځي هدفونه مخ په پای ته رسېدو وو او په سیمه کې د هوايي دفاعي وسلو زېرمې هم کمې شوې وې. نیویارک ټایمز، سياېناېن او اکسیوس هم راپور ورکړی چې د ټرمپ ملکي او پوځي سلاکارانو د دیپلوماسۍ د فرصت رامنځته کولو لپاره د بریدونو د درولو سپارښتنه کړې وه.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز ویلي، د بریدونو ځنډول د احتمالي مذاکراتو لپاره د لارې هوارولو په موخه شوي دي. له دې پرمختګ وروسته د نفتو نړیوالې بیې هم راټیټې شوي او د برېنټ خامو تېلو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ښکته شوې ده.
په همدې حال کې ایران ټینګار کړی چې د نړۍ د انرژۍ د تر ټولو مهمې سمندري لارې، یعنې د هرمز تنګي، کنټرول یې لا هم په لاس کې دی. ایراني دولتي رسنیو د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې ایراني ځواکونو شپږ هغه بېړۍ بېرته ستنې کړي چې د دوی په وینا، له اجازې پرته یې د هرمز تنګي د تېرېدو هڅه کړې وه.
تهران وايي، د هرمز تنګي رسمي تګلاره هغه ده چې ایران یې ټاکي او بېړۍ باید د ایران تر کنټرول لاندې سمندري کانال وکاروي. ایران همداراز ویلي، یوازې د همدې لارې له کارولو سره د بېړیو تګ راتګ ته اجازه ورکوي او غواړي د تېرېدو فیس هم ترې واخلي.
لیکوال:سعید سمیر








