د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې تر هغو به تهران پر امریکايي پوځي اډو برید ونه کړي، څو چې متحده ایالات د ایران پر ضد پوځي بریدونه نه وي پیل کړي.
دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې که واشنګټن بریدونه پیل کړي، ایران به سخت او پراخ پوځي غبرګون وښيي.
بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دیپلوماسۍ لپاره د فرصت برابرولو په موخه پر ایران د احتمالي هوايي بریدونو پرېکړه ځنډولې ده.
همداراز، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز تایید کړې چې ولسمشر ټرمپ لا هم د کړکېچ د حل لپاره خبرو اترو ته لومړیتوب ورکوي.
لیکوال:سعید سمیر








