TOOSnews
اعلان
جمعه خان فاتح طالبانو ته تسليم شو.
افغانستانټوس نیوز

جمعه خان فاتح طالبانو ته تسليم شو.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

له بدخشان څخه سرچینې وايي، چې ناراضه طالب قوماندان جمعه‌خان فاتح له خپلو پوځي سنګرونو راوتلی او د نسي ولسوالۍ په مرکز کې د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ته تسلیم شوی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست په بدخشان کې ویلي، چې «وروستۍ ترینګلتیاوې پای ته ورسېدې».

سرچینې زیاتوي، چې جمعه‌خان فاتح د فصیح‌الدین فطرت له لوري په چورلکه کې له نسي څخه درواز ولسوالۍ ته انتقال شوی دی.

فصیح‌الدین فطرت د یکشنبې په ورځ نسي ولسوالۍ ته تللی و، څو له جمعه‌خان فاتح سره د روانو اختلافاتو د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي. ویل کېږي، چې نوموړي له تېرو څلورو ورځو راهیسې له فاتح سره د ترینګلتیاوو د هواري لپاره خبرې کولې.

د جمعه‌خان فاتح اړوند کسانو له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې په نسي او شاوخوا سیمو کې له طالب ځواکونو سره نښتې کړې وې.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.