د کابل د سوک وهنې د ټاکنیزې سیالۍ، چې ۱۲ ورځې وړاندې پیل شوې وو، د ۱۰۲ کلپونو د څه باندې ۶۰۰ ورزشکارانو په ګډون پای ته ورسېدلې. دغه سیالۍ د لویانو په کټهګورۍ کې او په ۱۳ وزني ټولګیو کې ترسره شوې.
د تنظیموونکو د څرګندونو له مخې، د دغو سیالیو په پای کې ۲۶ غوره ورزشکاران وتوانېدل چې د کابل د سوک وهنې منتخب ټیم ته لار پیدا کړي. مسؤلینو ویلي، د دغو سیالیو موخه د غوره څېرو پېژندل او د کابل منتخب ټیم پیاوړتیا وه.
د دغو سیالیو د پای مراسم د سوک وهنې فډراسیون د مسؤلینو، ورزشي چارواکو او د سوکوهنې د یو شمېر مینهوالو په حضور کې ترسره شول، او غوره ورزشکاران هم وستایل شول.
دغه سیالۍ د سوک وهنې فډراسیون په سالون کې ترسره شوې، چې د کابل ښار له ۴ زونونو، ۳ ولسوالیو او د پوهنې وزارت اړوند یو کلپ ورزشکارانو پکې د ۴۸ تر مثبت ۹۲ کیلوګرامه وزنونو کې له یو بل سره سیالۍ وکړې.
لیکواله:سلیمه آریایي








