افغانه فوټبالره خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د ورزش د ۱۰۰ اغېزناکو څېرو په نوملړ کې شامله شوې ده.
ټایم مجلې په خپل راپور کې لیکلي چې خالده پوپل د افغان ښځو د فوټبال د ودې، پایښت او بیا احیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي. نوموړې د ۲۰۰۷ کال د افغان ښځو د فوټبال ملي لوبډلې له بنسټګرو څخه ګڼل کېږي او د لوبډلې د رسمي فعالیتونو په رامنځته کولو کې یې مهم رول لوبولی دی.
د راپور له مخې، پوپل نه یوازې په لوبغالي کې د لوبډلې مشري کوله، بلکې له لوبغالي بهر یې هم د نجونو د فوټبال د پراختیا او ملاتړ لپاره پراخ فعالیتونه ترسره کړي دي.
ټایم ویلي، د افغان ښځو د فوټبال پرمختګونه وروسته له هغه له جدي خنډونو سره مخ شول چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، خو خالده پوپل خپلو هڅو ته دوام ورکړ.
نوموړې چې اوس په ډنمارک کې ژوند کوي، د «افغان ښځو یووالي» په نوم یې د کډوالو ښځینه فوټبالرانو یوه لوبډله جوړه کړې چې افغان لوبغاړي له بېلابېلو هېوادونو سره راټولوي.
هغې همدارنګه هڅه کړې چې دغه لوبډله د فیفا له خوا په رسمیت وپېژندل شي. د روان ۲۰۲۶ کال په اپرېل میاشت کې فیفا دې لوبډلې ته رسميت ورکړ، چې له مخې یې افغان ښځینه فوټبالرانې اوس کولی شي په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








