TOOSnews
اعلان
كرزى: طالبان او مخالفان يې ټول افغانان دي، بايد په ګډه شخړه پاى ته ورسوي.
افغانستانټوس نیوز

كرزى: طالبان او مخالفان يې ټول افغانان دي، بايد په ګډه شخړه پاى ته ورسوي.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، طالبان او د هغوی مخالفان ټول افغانان دي او باید د خبرو، ګډ تفاهم او همکارۍ له لارې روانې شخړې ته د پای ټکی کېږدي.

کرزي دا څرګندونې له «بلومبرګ» سره په مرکه کې کړي دي. نوموړي ویلي چې لا هم له ځینو طالب مشرانو سره خبرې کوي او باور لري چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید ټول افغانان، د طالبانو په ګډون، یوې ګډې حل‌لارې ته ورسېږي.

کرزي د ۲۰۰۱ کال په پای کې د بن په کنفرانس کې د طالبانو نه شاملول یوه تېروتنه بللې او ویلي یې دي چې طالبان باید په هغه بهیر کې شامل شوي وای، ځکه د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو ترمنځ د خبرو او همکارۍ له لارې جوړ شوی وای.

هغه د امریکا او ناټو د شل کلن حضور په اړه ویلي چې له یوې خوا نړیوالو مرستو، بیارغونې او اقتصادي ملاتړ د افغانانو پر ژوند مثبت اغېز وکړ، خو له بلې خوا پوځي عملیات، پر کلیو بمبارۍ او د خلکو کورونو ته ننوتل د ده له سخت مخالفت سره مخ وو.

د طالبانو د اوسني حکومت په اړه کرزي ویلي چې طالبان په افغانستان کې عملاً واکمنه اداره ده او هېوادونه باید د بشري مرستو د رسولو لپاره له هغوی سره تعامل وکړي. خو نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو نړیوال مشروعیت باید د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار له حق سره تړلی وي.

کرزي ویلي، له ځینو طالب مشرانو سره د نجونو د زده‌کړې او د ښځو د کار په اړه خبرې کوي او په وینا یې، ځینې طالب مشران د دغو حقونو له بېرته منل کېدو سره موافق دي، خو دی نه پوهېږي چې هغوی په دې برخه کې کافي واک لري که نه.

نوموړي د خپلې لور د زده‌کړې د دوام په اړه ویلي چې نه غواړي خپله لور بهر ته ولېږي، ځکه د افغانستان د یوه وګړي په توګه یې موخه دا ده چې داسې شرایط برابر شي چې نجونې په خپل هېواد کې زده‌کړه وکړي.

کرزي همداراز ویلي چې نه غواړي بېرته د افغانستان په حکومت کې کوم رسمي مقام واخلي او په وینا یې، خپله دوره یې تېره کړې او د هېواد لپاره یې هغه څه کړي چې کولی یې شول.

هغه د خپل حکومت تر ټولو سترې لاسته راوړنې د افغان هلکانو او نجونو لپاره د زده‌کړې پراختیا، د هېواد بیارغونه او د یووالي د احساس رامنځته کېدل بللي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.