TOOSnews
اعلان
خالد حنفي: تېر ٢٠ كلن جمهوري نظام د اسلامي مفكورې د نشتوالي له امله ناكام شو.
افغانستانټوس نیوز

خالد حنفي: تېر ٢٠ كلن جمهوري نظام د اسلامي مفكورې د نشتوالي له امله ناكام شو.

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزیر مولوي خالد حنفي په کابل کې د یو شمېر قومي مشرانو په غونډه کې د افغانستان پر تېرو نظامونو سختې نیوکې کړي دي.

نوموړي ویلي: «تېر شل کلن فاسد جمهوري نظام، چې ټولې نړۍ یې ملاتړ کاوه، ځکه له منځه ولاړ چې د اسلام نظریه او مفکوره یې نه لرله.»

حنفي له علماوو، د پوهنتونونو او ښوونځیو له ښوونکو، د مدرسو له استادانو او عامو هېوادوالو غوښتنه کړې چې د هغه په وینا د «اسلامي نظام» د پلي کېدو لپاره یو موټی شي او د اختلافاتو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

هغه ټینګار کړی: «دښمن ته دا موقع مه ورکوئ چې زموږ او ستاسو په منځ کې د قوم، سمت او نورو نومونو له لارې درزونه جوړ کړي.»

د نوموړي په وینا، واک او قدرت تلپاتې نه وي او د تاریخ په اوږدو کې بدلون مومي. هغه د بېلابېلو دورو یادونه کړې او ویلي یې دي: «له نورمحمد تره کي تر نجیب او بیا تر اشرف غني پورې هېڅوک په واک کې پاتې نه شول.»

حنفي ادعا کړې چې پخواني حکومتونه، که د کمونیسټي دورې نظامونه وو او که د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې جمهوري اداره، د پراخ نړیوال ملاتړ سره سره د فساد، داخلي اختلافاتو او د ده په وینا د «اسلامي ارزښتونو د نه عملي کېدو» له امله ناکام شول.

نوموړي دا هم ویلي چې د طالبانو بریا یوازې د پوځي ځواک نتیجه نه وه، بلکې د هغوی په وینا د «اسلامي عقیدې او مفکورې» پایله ده.

طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې پر دې ټینګار کوي چې د دوی د واکمنۍ بنسټ د اسلامي شریعت تطبیق او د بهرني ملاتړ پر وړاندې مقاومت دی، او د پخواني جمهوري نظام سقوط د داخلي ستونزو او ادارې د کمزورتیا له امله رامنځته شو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.