ځايي سرچينو په دايکنډي ولايت کې د ملي امنيت د پخواني افسر او د غزني ولايت په قرهباغ ولسوالۍ کې د يوه قومي مشر د وژل کېدو خبر ورکړی دی. د سرچينو په وينا، د دغو دواړو وژنو انګېزه او عاملان تر اوسه نه دي معلوم شوي.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، پخوانی پوځي محمدعلي طوفان د پنجشنبې په ماښام د دايکنډي ولايت په يوه سيمه کې د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی. ځايي اوسېدونکي وايي، نوموړي له هېچا سره شخصي دښمني نه لرله او د پخواني حکومت له سقوط وروسته يې د طالبانو د عمومي عفوې د اعلان پر بنسټ باور وکړ، په افغانستان کې پاتې شو او له هېواده بهر نه شو.
سرچينو همداراز ويلي چې د طالبانو استخباراتو شاوخوا دوه کاله وړاندې محمدعلي طوفان د مقاومت له جبهې سره د همکارۍ په تور نيولی و. هغه څه موده د کابل په پلچرخي او د پروان ولايت بګرام زندانونو کې تېره کړې او شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې خوشې شوی وو. له خوشې کېدو وروسته خپل کلي ته راستون شوی او په کرنه او ځمکوالۍ بوخت وو.
د خپرو شويو معلوماتو له مخې، محمدعلي طوفان شپږ اولادونه لرل چې مشر زوی يې ۲۷ کلن دی.
په يوه بله پېښه کې، ځايي سرچينو په غزني ولايت کې خبر ورکړی چې د قرهباغ ولسوالۍ قومي مشر قادرعلي رفعت د پنجشنبې په سهار، د چنګاښ په ۲۴مه، د موټرسايکل په وسیله له خپل کوره د علياباد تمکي بازار پر لور روان شوی و، خو وروسته نادرکه شو.
د سرچينو په وينا، ځايي اوسېدونکو له يوې شپې او ورځې پلټنې وروسته د هغه مړی موندلی. سرچينې وايي، د نوموړي پر بدن د شکنجې او ټپونو نښې ليدل کېدې او هغه تر شکنجې وروسته د ډزو او پر سر او مخ د ډبرو د ګوزارونو له امله وژل شوی و.
د دې راپور تر خپرېدو پورې، د دغو دواړو وژنو انګېزه او د عاملانو هويت نه دی معلوم شوی. طالبانو هم تر اوسه د دغو پېښو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.
لیکواله:سلیمه آریایی








