په پکتیکا کې ځايي سرچینې وایي چې د افغانستان د پخواني حکومت یو پوځي، محمد عمر، د دغه ولایت د خوشامند ولسوالۍ په بابوخېلو کلي کې وژل شوی دی.
د سرچینو په وینا، محمد عمر د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري په نښه شوی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی. تر اوسه د برید د دقیق وخت، د ترسره کېدو څرنګوالي او د احتمالي انګېزې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د دې خبر تر چمتو کېدو پورې، هېڅ شخص یا ډلې د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی. همدارنګه، د افغانستان سرپرست حکومت هم تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د پخواني حکومت پر یو شمېر پوځيانو، کارکوونکو او چارواکو د هدفي بریدونو او وژنو ګڼ راپورونه خپاره شوي دي. که څه هم سرپرست حکومت څو ځله د عمومي امنیت د ټینګښت او د عمومي عفوې د فرمان د پلي کېدو خبره کړې، خو د بشري حقونو بنسټونه او ځايي سرچینې لا هم د ورته پېښو د ثبت او راپور ورکولو خبر ورکوي.
سره له دې، د دغه برید انګېزه او د بریدګرو هویت لا هم نه دی څرګند، او تر اوسه هېڅ خپلواک بنسټ د دې پېښې جزئیات په خپلواکه توګه نه دي تأیید کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








