د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي وایي، طالبانو د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ له برید او لنډمهاله سقوط وروسته، د ماشومانو په ګډون د سیمې د یو شمېر ملکي اوسېدونکو نیول پیل کړي دي.
کوفي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، طالبان دغه کسان په دې تور نیسي چې ګواکي د یفتل ولسوالۍ په سقوط کې یې مرسته کړې ده. هغې ویلي، د بېګناه ملکي وګړو نیول او د فشار تګلاره نه یوازې ستونزه نه حل کوي، بلکې برعکس پایلې لري.
هغې زیاته کړې، هر څومره چې طالبان پر خلکو فشار زیات کړي، په هماغه اندازه به د ازادۍ او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د خلکو اراده لا پیاوړې شي.
بل لور ته، په بدخشان کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ هم تایید کړې چې د یفتل ولسوالۍ پر مرکز له برید وروسته یې یو شمېر کسان نیولي دي. د طالبانو په وینا، نیول شوي کسان د پېښې په تړاو تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.
دا نیونې وروسته له هغې ترسره شوې چې د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې وسله والې ډلې د جمعې سهار د بدخشان پر یفتل پایین ولسوالۍ برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د ولسوالۍ کنټرول په لاس کې واخیست. یادې ډلې ادعا کړې چې د ولسوالۍ ودانۍ یې نیولې، طالبان یې بېوسلې کړي او خپل بیرغ یې پورته کړی، خو طالبانو وروسته وویل چې ولسوالۍ یې بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.
لیکوال:سعید سمیر








