د افغانستان د ښځو د حقونو فعالې محبوبې سراج، له هندي رسنۍ «فرسټ پوسټ» سره په مرکه کې، چې د افغانستان د سقوط له کلیزې سره هممهاله د زمري په ۲۴مه خپره شوې، له افغانستان څخه د وتلو خپله پرېکړه اعلان کړې ده.
سراج ویلي، د طالبانو له لوري د هغې تر مدیریت لاندې د ښځو د خوندي کور تړل کېدل، له افغانستان څخه د وتلو د پرېکړې اصلي لامل دی. هغې زیاته کړې چې له هېواده تر وتلو وروسته به له بهر څخه د افغان ښځو د ملاتړ لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
محبوبې سراج په دې مرکه کې ویلي چې د ښځو خوندي کور د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د طالبانو له لوري وتړل شو او په دغه مرکز کې مېشتې ۳۳ ښځې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند یوه مرکز ته ولېږدول شوې.
هغې ویلي، د دغه مرکز له تړل کېدو او د خپلو فعالیتونو د دوام لپاره له طالبانو سره د هوکړې په ترلاسه کولو کې له ناکامۍ وروسته یې پرېکړه وکړه چې افغانستان پرېږدي او له هېواده بهر د افغان ښځو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
سراج په دې مرکه کې د تېرو پنځو کلونو په ترڅ کې د افغانستان د ښځو پر وضعیت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د هغوی په شرایطو کې د پام وړ بدلون نه دی راغلی. د هغې په وینا، ښځې لا هم د کار، زدهکړو او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ګډون په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د ښځو د حقونو دې فعالې د طالبانو په اړه د نړیوالې ټولنې پر چلند هم نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې نړۍ څنګه له داسې حکومت سره تعامل کولی شي چې د هغې په وینا، د افغانستان نیمایي نفوس په رسمیت نه پېژني.
سراج له افغانستان څخه تر وتلو مخکې له افغان ښځو وغوښتل چې خپله هیله له لاسه ور نه کړي، پیاوړې پاتې شي او پر خپلو وړتیاوو او د انسانانو پر نېکۍ باور ولري.
محبوبه سراج د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سره له دې چې یو شمېر مدني فعالان او د طالبانو منتقدان له هېواده ووتل، په افغانستان کې پاتې شوه او خپلو فعالیتونو ته یې دوام ورکړ.
هغې تر دې وړاندې هم څو ځله له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل ملاتړ کړی و؛ هغه دریځ چې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو له پراخو نیوکو سره مخ شوی و.
لیکواله:سلیمه آریایي








