TOOSnews
اعلان
معصوم ستانكزی: وژنې او نيونې د افغانستان كړكېچ  لا پسې ژوروي.
افغانستانټوس نیوز

معصوم ستانكزی: وژنې او نيونې د افغانستان كړكېچ لا پسې ژوروي.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د حسیب پنجشېري د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د مخالفانو پر وړاندې د ځپنې او ناوړه چلند سیاست د افغانستان ستونزې نه شي حل کولای، بلکې کړکېچ لا پېچلی او ژوروي.

ستانکزي د افغانستان د تېرو پنځو لسیزو جګړو او سیاسي تحولاتو تجربو ته په اشارې ویلي، چې «په وژلو او نیولو» هېڅ ستونزه نه حل کېږي او دا ډول چلند یوازې سیاسي او ټولنیز کړکېچونه پراخوي.

هغه د حسیب پنجشېري او د نورو جګړه‌ځپلو کسانو له جسدونو سره د طالبانو د چلند په اړه هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له جسدونو سره بې‌احترامي د اسلامي اصولو او انساني کرامت خلاف ده.

ستانکزي ټینګار کړی چې په شخړو کې باید اخلاقي او انساني اصول مراعات شي او د تاوتریخوالي پر ځای د ستونزو د سیاسي او سوله‌ییز حل لپاره هڅې وشي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.