TOOSnews
اعلان
په استانبول كې د طالبانو او پاكستان ترمنځ ناسته؛ د رسمي خبرو لپاره مهم ګام بلل كېږي.
نړۍټوس نیوز

په استانبول كې د طالبانو او پاكستان ترمنځ ناسته؛ د رسمي خبرو لپاره مهم ګام بلل كېږي.

۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سرچینې وایي چې په استانبول کې هغه دوه ورځنۍ ناسته، چې مشري یې طالبانو ته نږدې سیاستوال جعفر مهدوي او د پاکستان سیاستوال مشاهد حسین کوله، د مثبتو پایلو له ترلاسه کولو سره پای ته رسېدلې او د پاکستان او طالبانو ترمنځ د رسمي خبرو د پیل لپاره مهمه مقدمه بلل کېږي.

د سرچینو په وینا، دواړو لوریو د ناستې پایلې په غیر رسمي ډول مثبتې ارزولي او دا غونډه یې د راتلونکو اونیو د رسمي مذاکراتو لپاره یو بنسټیز ګام بللی دی.

تنظیموونکو ویلي چې تر دې وړاندې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره مناسبه فضا نه وه برابره شوې، خو دا ناسته کولی شي دغه تشه ډکه کړي او د اړیکو نوی لوری پرانیزي.

په خبرو کې د تاوتریخوالي د کمولو، د لارو د بیا پرانیستلو، د طبي او تحصیلي ویزو د بیا پیل، او د سوداګرو د تګ راتګ د اسانتیاوو په اړه بحثونه شوي دي.

همدارنګه د امنیتي همکارۍ د یوه ګډ میکانیزم وړاندیز هم شوی، چې له مخې به یې دواړه لوري د تحریک طالبان پاکستان د ګواښونو په اړه معلومات شریکوي او د احتمالي اقداماتو همغږي به کوي.

د مهاجرینو په برخه کې هم د نړیوالو معیارونو پر بنسټ،د کډوالۍ نړیوال سازمان تر څار لاندې د چارو د پر مخ وړلو پر هوکړه خبرې شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې په راتلونکو اونیو کې به د دواړو لوریو رسمي پلاوي د عملي جزئیاتو او د تطبیق میکانیزمونو په اړه خبرې پیل کړي، که څه هم د پلاوي د کچې او جوړښت په اړه تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

ویل کېږي چې د ترکیې په وړاندیز د خبرو له جوړښتي چوکاټ سره دواړو خواوو موافقه کړې ده، او دا اقدام د سیمه‌ییزو شخړو د کمولو لپاره مهم ګڼل کېږي.

د پاکستان او طالبانو اړیکې له ۲۰۲۵ کال وروستیو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو او تاوتریخوالي له امله ترینګلې شوي دي، چې په څو مواردو کې یې مرګ‌ژوبله او بې‌ځایه کېدل هم رامنځته کړي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.