د افغانستان د دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل پر طالبانو سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د دوی اوسنی وضعیت د «ملا نصرالدین» له هغې کیسې سره ورته دی چې سرچپه پر خره سپور وي او نامعلوم لوري ته روان وي.
میاخېل ویلي، طالبان نه ولسي مشروعیت لري او نه هم نړیوال مشروعیت. د هغه په وینا، افغانستان له سختې سیاسي انزوا، پراخ فقر او زیاتېدونکې ولسي نارضایتۍ سره مخ دی، او له طالبانو څخه د خلکو کرکه ورځ تر بلې ډېریږي.
هغه زیاته کړې: «طالبانو څخه خلک پوزې ته راغلي.»
لیکوال:سعید سمیر








