باخبره سرچینو ویلي چې د افغانستان د تېر حکومت د ولسي جرګې پخوانی مرستیال او سوداګر میرزا کټوازی د امریکا په واشنګټن ډي سي هوايي ډګر کې نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، نوموړی هغه مهال نیول شوی چې د ګرین کارت په لرلو سره یې افغانستان ته سفر کړی و او د امریکايي امنیتي ادارو له لوري تر پوښتنو لاندې دی. ویل کېږي چې د هغه مېرمنې ته اجازه ورکړل شوې چې له هوايي ډګره ووځي.
سرچینې زیاتوي چې نوموړی د کوم مالي فساد په قضیه کې نه دی نیول شوی، بلکې یوازې افغانستان ته د سفر د څرنګوالي په اړه تر څېړنو لاندې دی. همدارنګه ادعا شوې چې په همدې هوايي ډګر کې ځینې نور کسان هم نیول شوي چې د ګرین کارت له لرلو سره یې د طالبان تر واک لاندې افغانستان ته سفرونه کړي وو.
د نیولو له پېښې نږدې دوه ورځې تېرې شوې، خو تر اوسه امریکايي امنیتي ادارو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
نوموړی د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې مرستیال پاتې شوی او وروسته یې د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت ته دوام ورکړی دی.
تر دې وړاندې هم د نوموړي د ځینو همکارانو د نیول کېدو او د ځمکو د اسنادو د جعل او قراردادونو د لغوه کېدو په اړه راپورونه خپاره شوي وو.
په ټولنیزو رسنیو کې هم بېلابېلې ادعاوې شوي چې نوموړی ښايي د ځینو مالي او سیاسي اړیکو له امله تر څېړنې لاندې وي، خو تر اوسه نه نوموړي او نه یې کورنۍ په دې اړه رسمي غبرګون ښودلی دی.
لیکوال:سعید سمیر








