په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمد ظاهر اغبر د بدخشان د یفتل ولسوالۍ پر طالبانو د «سپاهیان میهن» وسلهوالې ډلې وروستی برید د طالبانو پر وړاندې مهم پرمختګ بللی او ویلي یې دي، چې د دې ولسوالۍ لنډمهاله سقوط وښوده چې طالبان «کاغذي پړانګان» دي.
اغبر د جمعې په ورځ په خپره شوې بیانیه کې د هغو وسلهوالو ستاینه کړې، چې د نوموړي په وینا د طالبانو حقیقي څېره یې خلکو ته څرګنده کړه. هغه ویلي، د دوی اقدام ثابته کړه چې طالبان د ادعا خلاف پیاوړي نه دي، او زیاته یې کړه چې «په تیاره کې د یوې شمعې بلېدل هم د رڼا لپاره کافي دي.»
نوموړي ټینګار کړی، چې د یفتل پېښه به په بدخشان او د افغانستان په نورو سیمو کې د یوه نوي بهیر پیل وي. د هغه په خبره، د طالبانو د واکمنۍ پر وړاندې د خلکو مخالفت ورځ تر بلې پراخېږي او دا ښيي چې د خلکو د زغم کاسه ډکه شوې ده.
محمد ظاهر اغبر، چې په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت چارې پر مخ وړي، له دې وړاندې هم د طالبانو پر ضد توندې څرګندونې کړي دي. هغه یو ځل بیا له افغانانو غوښتي چې د هېواد د ازادۍ او د طالبانو د واکمنۍ د پای ته رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








