د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې له لوري د طالبانو د پنځو لوړپوړو چارواکو د هویتي معلوماتو د نوي کولو اقدام د «تېرو ناکامو تجربو دوام» بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو پر وړاندې د جګړې د مهال پالیسۍ باید بدلې شي.
مجاهد د جمعې په ورځ (د زمري ۹مه) د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلویزیون ته وویل، دا ډول بندیزونه پخوا هم اغېزناک نه وو او اوسنی اقدام هم تکرارېدونکې او بېپایلې تجربه ده چې د ده په وینا، هېڅ لوري ته به ګټه ونه لري.
هغه زیاته کړه، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د همکارۍ او تعامل لاره خپله کړي او د بندیزونو له امله د افرادو د حقونو له زیانمنېدو ډډه وکړي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې ویلي چې د طالبانو د پنځو چارواکو په اړه وروستي بدلونونه یوازې اداري او تخنیکي بڼه لري او د هغوی د بندیزونو په وضعیت یا محدودیتونو کې هېڅ بدلون نه راولي.
د تازه شوي نوملړ له مخې، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د حج او اوقافو وزیر، د کانونو او پټرولیم وزیر، د استخباراتو عمومي رییس او د هرات ښاروال د هغو کسانو په ډله کې شامل دي چې هویتي معلومات یې نوي شوي دي.
ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په تېرو کلونو کې د طالبانو پر ګڼو مشرانو د سفر او مالي سرچینو اړوند بندیزونه لګولي، چې لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
لیکوال:سعید سمیر








