TOOSnews
اعلان
ملا برادر د اوزبکستان د صدراعظم له مرستیال سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
اقتصاديټوس نیوز

ملا برادر د اوزبکستان د صدراعظم له مرستیال سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشېد خواجه‌یف او د هغه له مل پلاوي سره لیدلي او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې اترې کړي دي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یک‌شنبې په ورځ، د زمري په ۴مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه بحثونه کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، ملا برادر د طالبانو او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پراختیا او ثبات نه یوازې د دواړو خواوو د اقتصادي ګټو لپاره، بلکې د سیمې د ثبات لپاره هم مهم بللی دی.

هغه ویلي چې طالبان چمتو دي د شته امکاناتو په کارولو سره له ازبکستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې پیاوړې او پراخې کړي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال همداراز د «ګډ کاري پلان» پر ښه پلي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه پلان د دواړو لورو په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی شي.

په دې لیدنه کې د افغانستان د صادراتي توکو د لېږدونکو موټرو د تګ راتګ پر وړاندې د خنډونو د لرې کولو، د سوداګرۍ د اسانتیا، د ترانزیټي زیربناوو د پراختیا، د انرژۍ په برخه کې د همکاریو او د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، خوراکي توکو او معدني موادو د سیمې بازارونو ته د صادراتو د زمینې برابرولو په اړه هم خبرې شوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.