د پکتیا ولایت د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رئیس اعلان کړی چې د روحاني بابا ولسوالۍ په یوه سیمه کې د یوه پخواني ناچاودي ماین د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي. د هغه په وینا، دواړه قربانیان ۱۴ کلن او د یوې کورنۍ غړي وو.
د یادې ادارې رئیس، نثار احمد نجات، له خلکو غوښتي چې که ماینونه، ناچاودلي مهمات یا هر ډول شکمن توکي وویني، نو اړوندو ادارو ته دې خبر ورکړي، څو د ورته مرګژوبلو مخه ونیول شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، شاوخوا ۳.۳ میلیونه کسان په افغانستان کې د ماینونو او چاودېدونکو توکو ککړو سیمو ته نږدې ژوند کوي. د لسیزو جګړو پاتې ناچاودلي مهمات لا هم په هېواد کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، د مرګژوبلو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د «رواداري» بشري حقونو سازمان هم راپور ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۷۹ کسان د ځمکنیو ماینونو او ناچاودو مهماتو د چاودنو له امله وژل شوي او ۸۵ نور ټپیان شوي دي. د دې بنسټ په وینا، له ټولو قربانیانو څخه ۴۳ ماشومان وو، چې د دغو ګواښونو پر وړاندې د ماشومانو زیانمنیتا په لوړه کچه ښودل شوې ده.
همداراز، د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویاند، یوسف حماد، ویلي چې د ۲۰۲۵ کال له اپرېل څخه د ۲۰۲۶ کال تر مارچ پورې په ټول افغانستان کې د ماینونو او ناچاودلو مهماتو اړوند ۲۲۵ پېښې ثبت شوي دي.
هغه زیاته کړې چې دغو پېښو په ټولیز ډول ۹۶ کسان وژلي او ۳۷۸ نور یې ټپیان کړي دي، چې یو ځل بیا یې د جګړو د پاتې چاودېدونکو توکو پراخ خطر ته پام اړولی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








