TOOSnews
اعلان
استاد حبيب اللّه رفيع له كلونو وروسته افغانستان ته راستون شو.
افغانستانټوس نیوز

استاد حبيب اللّه رفيع له كلونو وروسته افغانستان ته راستون شو.

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان وتلی لیکوال، تاریخپوه او د پښتو ژبې او ادب مخکښ شخصیت استاد حبیب الله رفیع د سې شنبې سهار له بهرني سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو.

استاد رفیع، چې د افغانستان د فرهنګي او علمي ډګر له پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېږي، له یوې مودې راهیسې په کاناډا کې مېشت و. نوموړي د خپل علمي او فرهنګي ژوند ډېره برخه د افغانستان د تاریخ، ژبې، فولکلور او کلتوري میراث د څېړنې او لیکنې لپاره ځانګړې کړې ده.

د هغه راستنېدل د فرهنګي او ادبي ټولنو له مثبت غبرګون او هرکلي سره مخ شوي دي. ګڼو فرهنګي فعالانو او لیکوالانو د استاد رفیع حضور د هېواد د علمي او ادبي فضا لپاره مهم بللی دی.

استاد حبیب الله رفیع د لسګونو اثارو او سلګونو څېړنیزو لیکنو لیکوال دی. د پښتو ادب، افغان تاریخ او ملي فرهنګ په اړه د هغه آثار د هېواد د علمي پانګې مهمه برخه ګڼل کېږي.

تر اوسه طالبانو د نوموړي د راستنېدو په تړاو رسمي څرګندونې نه دي کړي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ګڼ شمېر استادان، څېړونکي او لوستي افغانان له هېواده وتلي دي.

د استاد رفیع راستنېدل داسې مهال کېږي چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان د تاریخي او کلتوري هویت اړوند د یو شمېر کتابونو او خپرونو پر محدودیتونو هم نیوکې شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.