TOOSnews
اعلان
پوتین: روسیه په مصنوعي ځیرکتیا سمبال شوې بې پیلوټه الوتکو ته وده ورکوي.
نړۍټوس نیوز

پوتین: روسیه په مصنوعي ځیرکتیا سمبال شوې بې پیلوټه الوتکو ته وده ورکوي.

۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روسیې ولسمشر، ولادمیر پوتین،د دې هېواد له پوځیانو سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې مسکو په پراخه کچه د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ سمبالو بې‌پیلوټه الوتکو د پراختیا په حال کې دی او دا ټکنالوژي یې د اوسنیو تر ټولو مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼلې ده.

پوتین د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه وویل چې هېواد یې په ورته وخت کې د هوايي دفاع بېلابېل سیستمونه هم پیاوړي کوي، څو د جګړې په ډګر کې له نویو ننګونو سره مقابله وکړای شي.

د روسیې ولسمشر وویل چې ډرونونه د عصري جګړو له تر ټولو اغېزناکو عواملو څخه ګرځېدلي دي، او پوځي قوماندانان هره ورځ د دغې ټکنالوژۍ له امله رامنځته کېدونکو ګواښونو او د هغوی د مخنیوي لارو چارو په اړه راپورونه وړاندې کوي.

هغه د ډرونونو د نوې ټکنالوژۍ پراختیا یوه ستراتیژیکه دنده وبلله او زیاته یې کړه چې د دفاع وزارت او پوځي صنعتونو سربېره، نور دولتي او ملکي بنسټونه هم په دې بهیر کې برخه لري.

پوتین همداراز د دفاعي پروژو لپاره د پراخ مالي ملاتړ او د اداري خنډونو د کمولو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې غوښتل چې د خلکو او غیردولتي سکتورونو لپاره په دفاعي صنعت کې د فعالیت مناسب شرایط برابر شي، ترڅو د نویو تجهیزاتو د تولید بهیر چټک شي.

د روسیې د ولسمشر په وینا، حکومت به د دفاعي قراردادونو په چوکاټ کې د پوځ لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو تمویل او پېرلو ته دوام ورکړي، او هغه وسایل چې په جبهو کې ډېر کارول کېږي او اړتیا ورته شته، د دولتي پېرودونو په لومړیتوبونو کې به شامل وي.

پوځي کارپوهان باور لري چې د اوکراین په جګړه کې د کشفي او بریدګرو ډرونونو پراخ استعمال د جګړو ماهیت بدل کړی دی. ارزانه ډرونونه څو ځله توانېدلي چې مهم هدفونه لکه د مهماتو زېرمې، راداري سیستمونه او د هوايي دفاع تجهیزات په نښه کړي، او همدې مسئلې هېوادونه اړ کړي چې د ډرون ضد ټکنالوژیو او پرمختللو ډرونونو په برخه کې لا ډېره پانګونه وکړي.

د شنونکو په اند، په مصنوعي ځیرکتیا سمبال د ډرونونو پراختیا کولای شي د جګړو د نوي نسل لپاره لاره هواره کړي؛ داسې جګړې چې په کې دغه سیستمونه د اهدافو پېژندلو، لومړیتوب ټاکلو او په ځینو مواردو کې د انسان له مستقیمې لارښوونې پرته د عملیاتو ترسره کولو وړتیا ولري.

خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دغو ټکنالوژیو پراختیا، سره له دې چې عملیاتي دقت زیاتوي، د مصنوعي ځیرکتیا د احتمالي تېروتنو او په نړیواله کچه د وسلو د سیالۍ د لا زیاتېدو په اړه اندېښنې هم راولاړوي.

په وروستیو میاشتو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې روسیې د ډرونونو نوې نسخې کارولي دي چې د پرمختللې ناوبرۍ او هدایت وړتیاوې لري. دا موضوع ښيي چې مسکو د اوکراین د جګړې د دوام ترڅنګ په نوې پوځي ټکنالوژۍ ورځ تر بلې زیات تمرکز کوي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.