TOOSnews
اعلان
رحمت‌الله اندړ: ځینې کسان په ظاهره د طالبانو مخالفت کوي، خو په عمل کې د هغوی ملاتړ کوي.
افغانستانټوس نیوز

رحمت‌الله اندړ: ځینې کسان په ظاهره د طالبانو مخالفت کوي، خو په عمل کې د هغوی ملاتړ کوي.

۲۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

رحمت‌الله اندړ ، د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني ویاند، د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ پر ضد د سپاهیان میهن جبهې د برید په ملاتړ، د طالبانو له پلویانو وغوښتل چې «ویښ شي» او خپل دریځ په ښکاره توګه څرګند کړي.

اندړ د شنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۷مه په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه یادښت کې د یفتل پایین پر وروستي برید د نیوکې کوونکو یو شمېر کسان د طالبانو په ملاتړ تورن کړل. د هغه په وینا، هغه کسان چې د «بهرنۍ لاسوهنې»، «له جګړې سره مخالفت» یا «طالبانو ته د بدیل نه شتون» په څېر دلایلو سره پر دغه برید نیوکه کوي، په عمل کې د طالبانو ملاتړ کوي.

هغه همداراز ادعا وکړه چې دغه کسان د طالبانو پر وړاندې د پښتنو د مخالفت په اړه چوپ پاتې کېږي، خو کله چې د طالبانو مخالفین له غیرپښتنو قومونو څخه وي، نو له هغو دریځونو ملاتړ کوي چې په پایله کې د طالبانو په ګټه تمامېږي.

رحمت‌الله اندړ، چې خپله هم د طالبانو د مخالفت مخینه لري، د خپل یادښت په یوه برخه کې د طالبانو پلویانو ته په خطاب کې لیکلي: «که د طالبانو د واکمنۍ دوام غواړئ، لږ تر لږه په ښکاره توګه یې ملاتړ وکړئ.»

هغه په دې یادښت کې د کوم ځانګړي شخص یا جریان نوم نه دی اخیستی، خو دغه چلند یې «دوه‌ګونی دریځ» بللی او پرې یې نیوکه کړې ده.

د «سپاهیان میهن» جبهه، چې ځان په افغانستان کې د طالبانو د ادارې پر ضد له وسله‌والو مخالفو ډلو څخه یوه معرفي کوي، د بدخشان ولایت د یفتل پایین ولسوالۍ په برید او د جمعې ورځې په سهار د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ تر نیولو وروسته، په رسمي ډول د خپل موجودیت اعلان وکړ.

دغه برید د افغانستان په سیاسي او رسنیز ډګر کې پراخ غبرګونونه راوپارول. د پخواني حکومت یو شمېر چارواکو او سیاسي څېرو له دې برید څخه د طالبانو پر وړاندې د «مقاومت» او «درېدنې» د نښې په توګه ملاتړ وکړ، په داسې حال کې چې یو شمېر نورو بیا د دې پېښې په اړه خپلې نیوکې او انتقادي لیدلوري هم مطرح کړل.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.