د طالبانو مخالفې وسلهوالې ډلې «جمهوریت جبهې» ادعا کړې چې ځواکونو یې د دوشنبې په ورځ د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د طالبانو پر امنیه قوماندانۍ برید کړی دی.
جبهې ویلي چې په دغه برید کې طالبانو ته دروند زیان اوښتی، خو د مرګژوبلې کره شمېر یې نه دی په ډاګه کړی. تر دې وړاندې سیمهییزو سرچینو ویلي وو چې د امنیه قوماندانۍ پر ودانۍ لاسي بم غورځول شوی، چې له امله یې ودانۍ زیانمنه شوې، خو د سرچینو په وینا، چا ته مرګژوبله نه وه اوښتې.
جمهوریت جبهه یوه تازه جوړه شوې وسلهواله ډله ده چې مشري یې د بامیان پخوانی والي طاهر زهیر کوي. دغه ډله ادعا کوي چې د افغانستان په مرکزي سیمو کې فعالیت لري او په وروستیو اوونیو کې یې د طالبانو پر پوستو او ځواکونو د څو بریدونو مسوولیت منلی دی.
لیکوال:سعید سمیر








