TOOSnews
اعلان
د طالبانو د چلند په اعتراض کې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو استعفا ورکړه.
افغانستانټوس نیوز

د طالبانو د چلند په اعتراض کې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو استعفا ورکړه.

۳۰ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په هرات کې سرچینې وایي چې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي لږ تر لږه ۱۱ استادانو د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو له چلند څخه په اعتراض کې استعفاوې ورکړي دي. د سرچینو په وینا، دغه استعفاوې وروسته له هغې وشوې چې یو شمېر استادان د لنډې ږیرې له امله نیول شوي وو.

باوري سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۹مه، وویل چې د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د هرات پوهنتون د طب پوهنځي اته استادان د ږیرې د لنډوالي له امله نیولي او د امر بالمعروف ادارې ته یې انتقال کړي دي. د سرچینو په وینا، دغه استادان شاوخوا یو ساعت د دې ادارې په یوه کانتینر کې ساتل شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نیول شوي استادان وروسته د یو شمېر ډاکټرانو له مداخلې سره خوشې شوي دي. سرچینو زیاته کړې چې د طب پوهنځي درې نورو استادانو د خپلو همکارانو په ملاتړ استعفا کړې ده.

د هرات پوهنتون د طب پوهنځی شاوخوا ۲۲ استادان لري او د ۱۱ استادانو له استعفا سره، د دې پوهنځي نږدې نیمایي ښوونیز کادر له دندو لاس اخیستی دی. سرچینې وایي چې دغه وضعیت ښایي د پوهنځي د زده‌کوونکو پر ښوونیز بهیر اغېز وکړي.

د سرچینو په وینا، له دې وړاندې هم د هرات پوهنتون ۱۰ نورو استادانو په تېرو دوو کلونو کې د ورته دلایلو له امله او د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو د چلند په اعتراض کې، په انفرادي توګه له خپلو دندو استعفاوې ورکړې دي.

طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو پر جامو، ظاهري بڼې او چلند پراخ محدودیتونه لګولي دي. د دې ډلې په مقرراتو کې د نارینه‌وو لپاره د ږیرې پرېښودلو په ګډون یو شمېر الزامات ټاکل شوي او د دغو مقرراتو د پلي کېدو څارنه د امر بالمعروف ځواکونو ته سپارل شوې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف ځواکونو تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر نارینه د ږیرې د خریلو یا لنډولو له امله نیولي دي. طالبانو تر اوسه د هرات پوهنتون د طب پوهنځي د استادانو د نیول کېدو او د هغوی د استعفاوو په اړه کومه څرګندونه نه ده کړې.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.