TOOSnews
اعلان
مقاومت جبهه: بغلان كې مو د فرينګ ولسوالۍ پر مركز بريد كړى دى.
افغانستانټوس نیوز

مقاومت جبهه: بغلان كې مو د فرينګ ولسوالۍ پر مركز بريد كړى دى.

۲۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو پر ضد وسله‌والې «مقاومت جبهې» ادعا کړې چې د بغلان ولایت د فرینګ ولسوالۍ پر مرکز یې په برید کې د طالبانو درې غړو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د دې جبهې په خبرپاڼه کې چې د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه خپره شوې، ویل شوي چې ځواکونو یې تېره شپه د فرینګ ولسوالۍ پر مرکز «بریدیز عملیات» ترسره کړي، چې په پایله کې یې یو طالب غړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

جبهې همداراز ویلي چې په دې عملیاتو کې یې د طالبانو یوه وسله هم لاس ته راوړې ده.

مقاومت جبهه وايي چې ځواکونه یې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد «هدفمند بریدونه» کوي او د دوی په وینا، هدف یې د خلکو او هېواد له «نامشروع واکمنۍ» څخه خلاصول دي.

تر اوسه طالبانو د دې ادعا په اړه رسمي ډول څه نه دي ویلي او خپلواکو سرچینو هم د پېښې د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.