TOOSnews
اعلان
د پشه‌یي ژبې د الفبا نوې بڼه د تورو په شمېر او جوړښت کې له بدلونونو سره خپره شوه.
کلتور او هنرټوس نیوز

د پشه‌یي ژبې د الفبا نوې بڼه د تورو په شمېر او جوړښت کې له بدلونونو سره خپره شوه.

۲ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر ادارې لاندې د علومو اکاډمۍ اعلان کړی چې د پشه‌يي ژبې د الفبا نوې نسخه له علمي بیاکتنې وروسته وروستۍ شوې او د تورو په شمېر او جوړښت کې له بدلونونو سره چمتو او خپره شوې ده.

یادې اکاډمۍ د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ ۳۱مه، په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د پشه‌يي ژبې د الفبا د بیاکتنې بهیر د دې ژبې د لیکدود د معیاري کولو او یو شان کولو په موخه ترسره شوی او نوې نسخه د علمي او مسلکي معیارونو پر بنسټ برابره شوې ده.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د پشه‌يي ژبې د الفبا د تورو شمېر له ۴۷ څخه ۵۲ ته لوړ شوی دی. همدارنګه، دې الفبا ته څو نوي توري او نښې ورزیاتې شوي دي او «ڵ» توری د پشه‌يي ژبې د ځانګړي توري په توګه په نوې نسخه کې شامل شوی دی.

په نوې الفبا کې ځینې غږیزې او حرکتي نښې هم ځای پر ځای شوي دي. د علومو اکاډمۍ ویلي چې دا بدلونونه د لیکنې د کره‌والي د زیاتولو او د پشه‌يي ژبې د لیکدودونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه رامنځته شوي دي.

د پشه‌يي ژبې الفبا لومړی ځل په ۱۳۶۷ لمریز کال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ اړوند د دري ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ له خوا جوړه او خپره شوې وه. دغه نسخه په تېرو لسیزو کې د پشه‌يي ژبې د تدریس او لیکنې د بنسټیزې سرچینې په توګه کارېده.

د طالبانو د علومو اکاډمۍ په خپله اعلامیه کې پشه‌يي ژبه د آریایي ژبو د کورنۍ له لرغونو ژبو څخه بللې او دا یې د افغانستان د فرهنګي او ژبني میراث یوه مهمه برخه ګڼلې ده.

د دې ژبې د ویونکو کره شمېر نه دی معلوم، خو د پخوانیو ارزونو له مخې، ډېری پشه‌يي ژبي د ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، کاپیسا، پروان او د کابل ولایت په ځینو سیمو کې اوسیږي، او شمېر یې شاوخوا ۵۰۰ زره تنه اټکل شوی دی.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.