د سمیع سادات غبرګون د حسیب پنجشېري پر وژل کېدو؛ «سنګر به یې تش پاتې نه شي».
د «افغانستان متحدې جبهې» مشر، سمیع سادات. د حسیب پنجشېري د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي چې د هغه سنګر به تش پاتې نه شي.
ښاغلي سادات په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې حسیب پنجشېري ته د «هندوکش عیار» لقب ورکړی او د هغه وژل کېدل یې یوه دردناکه ضایعه بللې ده.
هغه د افغانستان د مقاومت ملي جبهې د دغه قوماندان د وژل کېدو له امله د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي چې د افغانستان د آزادۍ لپاره د مبارزې په لاره کې قرباني کېدل د یوه مبارز لپاره لوی ویاړ او عزت دی.
سمیع سادات زیاته کړې: «ستاسو وروڼه په متحده جبهه کې به ستا سنګر تش پرېنږدي.»
حسیب پنجشېري، د افغانستان د مقاومت ملي جبهې له لوړپوړو قوماندانانو څخه و، چې د طالبانو د ځواکونو له خوا وژل شوی دی؛ خو تر اوسه د هغه د وژل کېدو د وخت، ځای او څرنګوالي په اړه کره جزئیات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو له دننه سرچینو ویلي چې حسیب پنجشېري، چې په «حسیب قوای مرکز» مشهور و، د شمالي سالنګ په سیمه کې وژل شوی دی.
د افغانستان د مقاومت ملي جبهې ویلي چې له څېړنې او د لا کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به د دې پېښې اړوند جزئیات په رسمي توګه خپاره کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








