TOOSnews
اعلان
صديقي: افغان رسنۍ د ولس د غږ پر ځاى د طالبانو تبليغات كوي.
افغانستانټوس نیوز

صديقي: افغان رسنۍ د ولس د غږ پر ځاى د طالبانو تبليغات كوي.

۲۵ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام د ولسمشر پخوانی ویاند صدیق صدیقي وایي، هغه رسنۍ چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د نړیوالې ټولنې په پراخه مالي مرسته او د افغان دولت په ملاتړ د دیموکراټیکو او بشري ارزښتونو د خوندیتوب لپاره رامنځته شوې وې، اوس د طالبانو پر «سترو تبلیغاتي وسیلو» بدلې شوي دي.

صدیقي ویلي، دغو رسنیو د افغان ولس د غږ او د هېواد د واقعي وضعیت د انعکاس پر ځای د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کلیزې په مناسبت تبلیغاتي خپرونې پیل کړي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو د واکمنۍ د تبلیغ پر مهال د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، له محدودیتونو او بشري حقونو څخه سرغړونو ته کافي پام نه کېږي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د موبي ګروپ مشر سعد محسني هم په وروستیو څرګندونو کې د افغانستان وضعیت تر ډېره عادي بللی او د امنیت او د ښځو د فعالیتونو په اړه یې داسې ادعاوې کړي چې له نیوکو سره مخ شوي دي. د محسني پر دغو څرګندونو افغان فعالانو او خبریالانو نیوکې کړي او هغه یې د طالبانو د وضعیت د «سپینولو» هڅه بللې ده.

د موبي ګروپ رسنیزه شبکه په افغانستان کې له ۲۰۰۰مو کلونو راهیسې فعاله ده او د طلوع ټلوېزیون او طلوع‌نیوز په څېر رسنۍ پکې شاملې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.