ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر اعلان کړی چې د دې ډلې ځواکونو د پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکې یوې کورنۍ له موټر څخه ۲۴ مېله وسلې کشف او ضبط کړي دي. د یاد دفتر په وینا، وسلې په ډېر مهارت سره د موټر په بېلابېلو داخلي برخو کې پټې شوې وې او د تلاشي پر مهال وموندل شوې.
د طالبانو د معلوماتو له مخې، د دې پېښې په تړاو دوه کسان د وسلو د قاچاق په تور نیول شوي دي. خو طالبانو تر اوسه د نیول شویو کسانو، د موټر د چلوونکي او سپرلیو، او همدارنګه د هغو کسانو د هویت په اړه چې وسلې یې په موټر کې ځای پر ځای کړې وې، هېڅ ډول نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
د تورخم لار شاوخوا یو کال کېږي چې د عادي تګ راتګ پر مخ تړلې ده. اوس مهال یوازې هغو افغان کډوالو ته اجازه ورکول کېږي چې له پاکستان څخه افغانستان ته بېرته راګرځي، څو له دې لارې هېواد ته داخل شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








