TOOSnews
اعلان
د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ په ننګرهار کې ښځې د سونوګرافي لپاره نارینه ډاکټرانو ته مراجعه کوي.
افغانستانټوس نیوز

د ښځینه ډاکټرانو کمښت؛ په ننګرهار کې ښځې د سونوګرافي لپاره نارینه ډاکټرانو ته مراجعه کوي.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

ښځینه ناروغانې د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه ډاکټرانو له کمښت څخه شکایت کوي او وايي چې په ډېرو مواردو کې د الټراساونډ لپاره اړ کېږي چې نارینه ډاکټرانو ته مراجعه وکړي.

یو شمېر ښځې وايي، سره له دې چې د ځینو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو پر لوحو د ښځینه ډاکټرانو نومونه لیکل شوي، خو په عملي توګه د دوی الټراساونډ د نارینه ډاکټرانو له خوا ترسره کېږي او ښځینه ډاکټرانو ته د لاسرسي امکانات محدود دي.

دغې ښځې وايي چې د ځینو طبي معایناتو، په ځانګړي ډول د الټراساونډ، ترسره کېدل د نارینه ډاکټرانو له خوا د دوی لپاره له کلتوري او شخصي پلوه ستونزمن دي. دوی غواړي چې ښځینه ډاکټرانو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو ته د لاسرسي زمینه لا زیاته برابره شي.

په داسې حال کې د ښځینه ډاکټرانو کمښت د افغانستان په ځینو برخو کې مخ پر زیاتېدو دی چې پر نجونو د زده‌کړو لګېدلو محدودیتونو، په ځانګړي ډول د طبي زده‌کړو په برخه کې، په هېواد کې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د راتلونکې په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.

فعالانو او یو شمېر روغتیايي کارکوونکو خبرداری ورکړی چې د دغو محدودیتونو دوام به په راتلونکو کلونو کې د ښځینه ډاکټرانو، قابلو، نرسانو او نورو ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شمېر د لا کمېدو لامل شي؛ هغه موضوع چې کولی شي روغتیايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسی له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړي.

په ننګرهار کې ښځې له روغتیايي چارواکو غواړي چې د ښځینه ډاکټرانو د کمښت د حل لپاره اقدام وکړي او په روغتیايي مرکزونو کې د ښځینه کارکوونکو له خوا د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي، په ځانګړي ډول په هغو برخو کې چې ښځینه ناروغانې د ښځینه ډاکټرې حضور ته اړتیا لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.