سرچینو په سمنګان ولایت کې ویلي، چې د حضرت سلطان ولسوالۍ په یوه سیمه کې یو سړي خپل ورور وژلی دی. د دغو سرچینو په وینا، دا پېښه د کورنیو شخړو او اختلافونو له امله رامنځته شوې ده.
د سرچینو په وینا، وژل شوی کس «محمد اشرف» نومېده او تېره ورځ، د شنبې په ورځ د چنګاښ ۲۷مه، د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر په کلي کې د ډزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
سرچینې د دې وژنې احتمالي لامل د ځمکې د ملکیت پر سر کورنی اختلاف یادوي. خو تر اوسه دا معلومات د مسؤلو چارواکو له خوا په رسمي ډول نه دي تأیید شوي او نه رد شوي دي.
په سمنګان ولایت کې د طالبانو سیمهییزو چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څرګندونې نه دي کړي، او همدارنګه د تورن کس د نیول کېدو یا اوسني وضعیت په اړه هم معلومات نه شته.
په تېرو کلونو کې هم په افغانستان کې د ځمکې پر سر اختلافونو په ځینو سیمو کې د مرګژوبلې لامل شوي دي. یو شمېر شنونکي وايي، چې د دغسې شخړو پر وخت او عادلانه حل کول د تاوتریخوالي د پراخېدو د مخنیوي لپاره مهم دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








