د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې سرچینې وایي، طالبانو هغه ته اجازه نه ده ورکړې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د پخواني مشر علي خامنهيي د جنازې په رسمي مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته سفر وکړي.
د دغو سرچینو په وینا، د کابل پخوانی والي او د حامد کرزي سلاکار عبدالجبار تقوا د پخواني ولسمشر په استازیتوب د دغو رسمي مراسمو د ګډون لپاره تهران ته تللی دی.
د علي خامنهيي د جنازې رسمي مراسم د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۵مه، د سهار په ۶ بجو په تهران کې پیلېږي. د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو له مخې،د جنازې مراسم به په څو ښارونو کې ترسره شي، او ټاکل شوې ده چې د هغه جسد د چنګاښ په ۱۸مه په مشهد ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
حامد کرزی د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی، خو په تېرو کلونو کې د هغه پر سفرونو او سیاسي فعالیتونو محدودیتونه لګول شوي دي.
طالبانو هم د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره یو پلاوی، چې مشري یې د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر کوي، تهران ته استولی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم د دغه پلاوي غړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








