د کابل د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکټران وتوانېدل چې د جراحي عملیاتو له لارې د یوې ښځینه ناروغې له معدې او کولمو څخه د وېښتانو یوه ډېره لویه غوټه وباسي.
د طالبانو د پوځ د لوی درستیز د روغتیايي قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۷مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ناروغه د درملنې لپاره له هلمند ولایت څخه دې پوځي روغتون ته ورغلې وه.
د خبرپاڼې له مخې، ناروغه په نادرې ناروغۍ «تریکوبیزوار»یا «په معده کې د وېښتانو غوټه» اخته وه. دا ناروغي هغه مهال رامنځته کېږي چې وېښتان په هاضمي سیستم کې راټول شي او په سختو حالتونو کې د معدې او کولمو بېلابېلې برخې اغېزمنې کړي.
ډاکټرانو ویلي چې د دې ښځې ناروغي ډېر پرمختللي پړاو ته رسېدلې وه او د وېښتانو لویه غوټه نه یوازې ټوله معده، بلکې د هغې د کولمو یوه د پام وړ برخه یې هم نیولې وه.
خو د درملنې ټیم وتوانېد چې د جراحي عملیاتو په ترڅ کې دغه ټولګه په بشپړه توګه د ناروغې له معدې او کولمو څخه وباسي. د ډاکټرانو په وینا، له عملیاتو وروسته د ناروغې روغتیايي وضعیت ښه او د قناعت وړ دی.
روغتیايي مسؤلینو هم ویلي چې دغې ښځې له ۴۰۰ بستریز روغتون ته تر راتګ مخکې د هېواد په څو نورو روغتیايي مرکزونو کې د درملنې هڅه کړې وه، خو اغېزمنه پایله یې نه وه ترلاسه کړې.
د ډاکټرانو په وینا، په سردار محمد داوود خان روغتون کې د تخصصي معایناتو او اندوسکوپي له ترسره کېدو وروسته د ناروغۍ دقیق تشخیص وشو او ناروغه تر جراحي عملیاتو لاندې ونیول شوه.
«تریکوبیزوار» چې کله ناکله ورته «راپونزل سندروم» هم ویل کېږي، یوه نادره ناروغي ده چې عموماً له رواني اختلالاتو سره تړاو لري. دا ناروغي د وېښتانو د ایستلو او خوړلو د عادت له امله رامنځته کېدای شي.
په دې ناروغۍ کې تېر شوي وېښتان د نه هضم کېدو له امله په هاضمي سیستم کې پاتې کېږي او ورو ورو په یوه کلکه او لویه غوټه بدلېږي. دغه غوټه کولای شي معده او حتی د کولمو ځینې برخې هم اغېزمنې کړي.
متخصصین وايي چې دا ناروغي د خېټې درد، زړه بدوالی، کانګې، د اشتها کمښت، د وزن کمېدل او په سختو حالتونو کې د کولمو بندښت یا د هاضمې د لارې وینه بهېدنه رامنځته کولای شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








