د سوریې ولسمشر احمد شرع اعلان وکړ چې دمشق له اسرائیلو سره د یوه امنیتي تړون د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي. هغه وویل چې دا ډول تړون کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې پراخې سولې لپاره زمینه برابره کړي، پرته له دې چې سوریه د جولان لوړو سیمو په اړه له خپلې ادعا څخه تېره شي.
شرع د یکشنبې په ورځ، د زمري ۴مه، له الجزیرې شبکې سره په مرکه کې وویل چې د سوریې حکومت له یو شمېر هېوادونو سره سلا مشورې کوي، څو اسرائیل وهڅوي چې د سوریې په اړه «لا متوازن» دریځ غوره کړي. هغه همداراز ټینګار وکړ چې دمشق غواړي له هر ډول پوځي مقابلې څخه ډډه وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې اسرائیلو د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د بشار الاسد د حکومت له سقوط او د احمد شرع په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته، د سوریې په ځینو برخو کې خپل پوځي حضور پراخ کړی دی.
اسرائیلي ځواکونه د اسد د حکومت له سقوط وروسته د سوریې خاورې ته د غیرنظامي حایل سیمې، په ګډون د حرمون غره د سوریې برخې ته داخل شول. اسرائیل په وروستیو میاشتو کې څو ځله په سوریه کې پر ځینو موخو بریدونه کړي او ویلي یې دي چې د سوریې په سوېل لوېدیځ کې د دروزي لږکي د ملاتړ لپاره یې اقدامات کړي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) هم د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسرائیلي ځواکونو د مرمۍ ویشتنې له امله د معریه په کلي کې د برېښنا یو ترانسفارمر ویجاړ شوی او د سیمې د کورونو برېښنا پرې شوې ده.
د سوریې د ولسمشر څرګندونې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرش له دمشق څخه د لیدنې سره هممهاله خپرې شوې. دا له ۲۰۰۹ کال وروسته سوریې ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر بلل کېږي.
ګوتېرش په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې د سوریې د حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د جلا کولو تړون نقض کول د اسرائیلو له خوا «د منلو وړ نه دي» او باید ودرول شي.
د ځواکونو د جلا کولو تړون په ۱۹۷۴ کال کې د عربو او اسرائیلو له جګړې وروسته، د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سوریې او اسرائیلو ترمنځ لاسلیک شو. د دغه تړون له مخې، د دواړو لورو ترمنځ یوه حایل سیمه رامنځته شوه چې څارنه یې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو ځواکونو پر غاړه ده.
احمد شرع چې د سوریې د بهرنیو اړیکو د عادي کولو هڅه کوي، تېر کال له ۱۹۶۷ کال وروسته د سوریې لومړنی ولسمشر شو چې په نیویارک کې یې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې وینا وکړه. د هغه حکومت هڅه کوي چې له نږدې ۱۴ کلنې کورنۍ جګړې او لسیزو نړیوالې انزوا وروسته، د سوریې بهرنۍ اړیکې او اقتصاد بېرته ورغوي.
د سوریې ولسمشر همداراز اعلان وکړ چې حکومت یې په لبنان کې د پوځي مداخلې هېڅ پلان نه لري. دا په داسې حال کې ده چې هغه او حزبالله لبنان د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال د جګړې په دوو مخالفو اړخونو کې ولاړ وو.
لیکواله:سلیمه آریایي








