طالبانو ته نږدې رسنۍ راډیو حریت ادعا کړې چې د دې ډلې ځواکونو د دوشنبې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په چترال سیمه کې د داعش او هغو کسانو چې د طالبانو له خوا «وسله والې مخالفې ډلې» بلل شوي، پر مرکزونو هوايي برید کړی دی.
دې رسنۍ ادعا کړې چې له دغو مرکزونو څخه د طالبانو پر ضد د بریدونو د پلان جوړونې او همغږۍ لپاره کار اخیستل کېده. خو تر اوسه هېڅ رسمي سرچینې یا خپلواک بنسټ د دغه برید ترسره کېدل او یا د اعلان شویو هدفونو جزیات نه دي تایید کړي.
پاکستاني امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې داسې کوم برید نه دی شوی او مطرح شوې ادعا حقیقت نه لري.
دا دویم ځل دی چې له طالبانو سره نږدې رسنۍ د پاکستان پر خاوره د دغې ډلې د هوايي بریدونو خبر ورکوي. تر دې وړاندې هم پاکستان ویلي وو چې طالبانو د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې د څو ابتدايي بېپیلوټه الوتکو په وسیله بریدونه کړي، خو د پاکستاني چارواکو په وینا، دغه الوتکې هدف ته له رسېدو مخکې نسکورې شوې وې.
طالبانو څو ځله پاکستان د داعش په ملاتړ تورن کړی دی. دغې ډلې په وروستیو اوونیو کې هم ادعا کړې چې د دوی وسله وال مخالفین، چې پکې د مقاومت جبهې هم شاملې دي، په پاکستان کې حضور لري او د دغه هېواد په همغږۍ د طالبانو پر ضد عملیات ترسره کوي. پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








