TOOSnews
اعلان
طالبانو له ازبکستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم‌نامو د لاسلیک خبر ورکړ.
اقتصاديټوس نیوز

طالبانو له ازبکستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تفاهم‌نامو د لاسلیک خبر ورکړ.

۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د صنعت او تجارت وزارت اعلان کړی چې افغان او ازبکستاني سوداګرو په کابل کې د «افغانستان-ازبکستان سوداګریز فورم» پر مهال، له ۲۰۰ میلیونه ډالرو څخه د زیات ارزښت لرونکي ۲۲ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

یاد وزارت د دوشنبې په ورځ، د زمري ۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دغو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک خبر ورکړ، خو د دغو هوکړو د محتوا او اړوندو برخو په اړه یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

د طالبانو د صنعت او تجارت سرپرست وزیر، نورالدین عزیزي، په دې ناسته کې هیله وښوده چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه په راتلونکي کې ۵ میلیارده ډالرو ته لوړه شي. هغه وویل چې د دغې موخې ترلاسه کول د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او د دواړو لورو پر ګډو هڅو پورې تړلي دي.

د عزیزي په وینا، تر دې دمه له افغانستان څخه ازبکستان ته ۱۰ زره ټنه پنبه په ازمایښتي ډول صادره شوې ده. هغه همدا راز زیاته کړه چې ازبکستان ژمنه کړې ده څو له افغانستان څخه ۱۰۰ زره ټنه نوره پنبه هم واخلي.

په ورته وخت کې، د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌ېف په خپله وینا کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د نورو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

خواجه‌ېف دوه ورځې وړاندې د ازبکستان د دولتي او خصوصي سکتور د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد. د طالبانو د چارواکو په وینا، د دغه پلاوي په ترکیب کې ۳۰۰ ازبکستاني سوداګر شامل دي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي غړو د دغې ډلې له ارشد چارواکو سره په لیدنو کې په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او همدا راز د دواړو لورو ترمنځ د ګډو ژمنو پر پلي کېدو خبرې اترې کړي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.