طالبانو د بدخشان ولایت په یفتل پاین ولسوالۍ کې اووه کسان د «سپاهې میهن» ډلې سره د همکارۍ په تور نیولي دي.
د راپورونو له مخې، نیول شوي کسان د ولایت مرکز فیضاباد ښار ته لېږدول شوي او دا مهال د طالبانو د استخباراتو په توقیفخونه کې ساتل کېږي. د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د طالبانو پرلهپسې پلټنو او نیونو د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن کړی او د سیمې امنیتي وضعیت یې ترینګلی کړی دی.
په همدې حال کې، راپورونه وایي چې تېره شپه د فیضاباد ښار په یوه سیمه کې د طالبانو پر یوې امنیتي پوستې راکټي برید شوی، خو د احتمالي مرګژوبلې په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
بلخوا، د بدخشان د زېباک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو او د ازادۍ جبهې د ځواکونو ترمنځ نښتې لا هم په پراکنده ډول دوام لري. د دغو نښتو د تلفاتو او زیانونو په اړه خپلواکې سرچینې لا تر اوسه کره معلومات نه دي وړاندې کړي.
لیکوال:سعید سمیر








