TOOSnews
اعلان
طالبان: له دې وروسته به سوداګريز نومونه په پښتو او دري ژبو ليكل كېږي.
کلتور او هنرټوس نیوز

طالبان: له دې وروسته به سوداګريز نومونه په پښتو او دري ژبو ليكل كېږي.

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له دې وروسته به په سوداګریزو جوازونو، لوحو او تولیدي نښو کې د ملي ژبو کارول لازمي کېږي او بهرني اصطلاحات به اصلاح کېږي.

د دغه وزارت مالي او اداري معین شهاب‌الدین ثاقب ویلي، د لوحو او اعلاناتو د اصلاح کمیسیون سره په ناسته کې پرېکړه شوې چې د نویو سوداګریزو جوازونو د صادرولو پر مهال به بهرني نومونه د ملي ژبو له ژباړې پرته نه منل کېږي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، هغه پخواني جوازونه چې په انګلیسي یا نورو بهرنیو ژبو لیکل شوي، باید اصلاح او له ملي ژبو سره برابر شي. د لوحو د اصلاح کمیسیون به په بازارونو کې منظمې څارنې کوي او د هغو شرکتونو نوملړ به له صنعت او سوداګرۍ وزارت سره شریکوي چې د جوازونو او لوحو اصلاح ته اړتیا لري.

شهاب‌الدین ثاقب ویلي، کلتور د یوې ټولنې بنسټ جوړوي او سوداګریزې لوحې او اعلانونه باید د کلتوري ارزښتونو له مخې برابر شي.

دا پرېکړه داسې مهال کېږي چې طالبان په وروستیو کې د دولتي او اداري نومونو د بدلون لړۍ هم پیل کړې ده. د طالبانو مشر مخکې امر کړی و چې له ځینو دولتي ادارو څخه د «ملي» کلمه لرې او پر ځای یې «عمومي» وکارول شي، په داسې حال کې چې د دوی ځینې ادارې بیا په عربي نومونو نومول شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.