TOOSnews
اعلان
طالبانو د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکپ ملا شیرین له ټي‌ټي‌پي او القاعدې سره غونډه کړې ده.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ګواکپ ملا شیرین له ټي‌ټي‌پي او القاعدې سره غونډه کړې ده.

۱۱ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د کندهار د طالبانو د والي رسنیز دفتر د پاکستان د پوځ د ویاند هغه ادعا رد یې کړې چې ګواکي ملا شیرین په دغه ولایت کې د بهرنیو وسله‌والو ډلو له استازو سره ګډه غونډه کړې ده.

د دغه دفتر په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه راپورونه ناسم دي چې ګواکي د کندهار والي د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)، بلوڅو وسله‌والو ډلو او القاعدې له استازو سره لیدلي دي. طالبانو دغه ادعاوې «تبلیغات» بللي او ویلي یې دي چې د دوی اداره بهرنیو جنګیالیو ته اړتیا نه لري او له هغوی سره هېڅ ډول غونډې او لیدنې نه کوي.

د ملا شیرین دفتر همداراز ادعا کړې چې د پاکستان پوځي کړۍ د داسې ادعاوو په مطرح کولو سره هڅه کوي په افغانستان کې خپل پوځي بریدونه او نور اقدامات، چې ملکي مرګ‌ژوبله هم پکې شامله ده، توجیه کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ امنیتي او پوځي اړیکې ترینګلې شوې دي او دواړه لوري یو بل د وسله‌والو ډلو د ملاتړ او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د بریدونو په ترسره کولو تورنوي.

د پاکستان د پوځ ویاند شریف چوهدري یوه ورځ وړاندې ادعا کړې وه چې ملا شیرین شاوخوا یوه میاشت مخکې په کندهار کې د بلوڅو وسله‌والو، ټي‌ټي‌پي او القاعدې د استازو د ګډې غونډې کوربه‌توب کړی و. هغه ویلي وو چې دغه غونډه د سنبلې په څلورمه په کندهار کې ترسره شوې او موخه یې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتولو لپاره همغږي وه.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.