TOOSnews
اعلان
طالبانو د سپاهيان ميهن د مهارولو لپاره فصيح الدين فطرت بدخشان ته استولى.
افغانستانټوس نیوز

طالبانو د سپاهيان ميهن د مهارولو لپاره فصيح الدين فطرت بدخشان ته استولى.

۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو ادارې په بدخشان کې د «سپاهیان میهن» په نوم د نوې وسله‌والې ډلې له برید وروسته، د خپل پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د امنیتي عملیاتو د رهبرۍ لپاره دغه ولایت ته استولی دی.

فصیح‌الدین فطرت د جمعې په ورځ په بدخشان کې وویل، طالبانو د یفتل پایین ولسوالۍ پر ودانۍ د برید له پلان څخه له مخکې خبرتیا ترلاسه کړې وه. د هغه په وینا، له همدې امله نوموړی له کابل څخه بدخشان ته تللی او امنیتي ځواکونو ته یې د عملیاتو امر کړی دی.

فطرت ادعا وکړه چې د وسله‌والو برید شنډ شوی او بریدګر خپلو موخو ته نه دي رسېدلي. هغه دغه وسله‌وال «مفسدین» او «اغتشاشګر» وبلل او ادعا یې وکړه چې د هغوی ډېری کسان نیول شوي او پاتې نور تر تعقیب لاندې دي.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز همداراز ټینګار وکړ چې د بدخشان امنیتي وضعیت د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او د هر ډول وسله‌وال اقدام پر وړاندې به جدي غبرګون وښيي.

بلخوا، د «سپاهیان میهن» په نوم نوې جوړې شوې جبهې د یفتل پایین ولسوالۍ د برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې ځواکونو یې د جمعې په سهار د څو ساعتونو لپاره د ولسوالۍ ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې وه. د دغې ادعا په اړه خپلواکې سرچینې تر اوسه خپلواکه تایید نه لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.