TOOSnews
اعلان
یوه تنکي ځوان په ارزګان کې له کورنۍ شخړې وروسته ځان‌وژنه وکړه.
افغانستانټوس نیوز

یوه تنکي ځوان په ارزګان کې له کورنۍ شخړې وروسته ځان‌وژنه وکړه.

۲۸ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په ارزګان کې ځایي مسوولین وايي چې یوه تنکي ځوان پرون د دې ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې په ډزو خپل ژوند پای ته رسولی دی.

د ارزګان د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال روزګاني د سې‌شنبې په ورځ، د زمري په ۲۷مه، ویلي چې دا پېښه د ترینکوټ ښار اړوند د سرخوم په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، دغه تنکي ځوان له پېښې وړاندې د خپلې کورنۍ له یو شمېر غړو سره لفظي شخړه کړې وه او له هغې وروسته یې ځان وژنه کړې ده.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ځینو برخو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.