د کابل په پلچرخي سیمه کې د فاطمې په نوم د هغې ماشومې جسد موندل شوی چې څو ورځې وړاندې له ملا مدیر کوڅې څخه نادرکه شوې وه.
د سیمې اوسېدونکي وايي، د فاطمې جسد د ۲۱مې ناحیې ختیځ لوري ته د «لړمو کونج» په سیمه کې موندل شوی دی.
د اوسېدونکو په وینا، د ماشومې له جسد څخه د بدن ځینې غړي ایستل شوي، خو د دې ادعا په اړه تر اوسه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.
د فاطمې د مړینې څرنګوالی او دا چې د هغې د بدن غړي څنګه او ولې ایستل شوي، لا هم روښانه نه دي.
په همدې حال کې، د کابل او د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ورکېدو د پېښو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
د فاطمې وروستۍ پېښه هم د ماشومانو د خوندیتوب او د احتمالي تښتونو په اړه پوښتنې راپورته کوي، خو دا ادعا چې ماشومان د بدن د غړو د سوداګرۍ لپاره تښتول کېږي، تر اوسه په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
لیکوال:سعید سمیر








