د وال سټریټ د ونډو بازار د جمعې په ورځ له یوې کمسارې پېښې سره مخ شو. د نزدک په بورس کې د سپېس اېکس (SpaceX) د ونډو د راکړې ورکړې له پیل سره، د ایلان ماسک د شتمنۍ د پام وړ زیاتوالي موضوع د خلکو د پام وړ وګرځېده او دا بحثونه هم تاوده شول چې ښایي نوموړی د نړۍ لومړنی ټریلیونر شي.
د راپورونو له مخې، سپېس اېکس خپلې ۵۵۵.۶ میلیونه ونډې د هرې ونډې په ۱۳۵ ډالرو بازار ته وړاندې کړي دي. د دې شرکت ارزښت د بازار ته د ننوتلو پر مهال شاوخوا ۱.۷۷ ټریلیونه ډالر اټکل شوی دی.
ایلان ماسک له دې عامه عرضې (IPO) وړاندې د نږدې ۶۹۶ میلیارده ډالرو شتمنۍ په لرلو سره د نړۍ د شتمنو کسانو د لېست په سر کې و. هغه د سپېس اېکس شاوخوا ۴۲ سلنه ونډې لري، چې ارزښت یې د ۷۴۳ تر ۸۶۶.۵ میلیارده ډالرو پورې اټکل شوی دی.
که د دې ارزښتاټکل ثابت پاتې شي، د ماسک ټوله خالصه شتمني ښايي له یوه ټریلیونه ډالرو واوړي؛ دا هغه شمېر دی چې د عصري اقتصاد په تاریخ کې بېساری بلل کېږي.
د دې شمېر د لویوالي د درک لپاره، د آکسفام سازمان ویلي چې که یو کس هره ورځ یو میلیون ډالر ولګوي، نو یو ټریلیون ډالرو ته د رسېدو لپاره به تر ۲۷۴۰ کلونو زیات وخت ته اړتیا ولري.
اوس مهال د ایلان ماسک شتمني د ګوګل د بنسټايښودونکو له ډلې د لېري پېج د شتمنۍ څخه، چې د نړۍ دوهم شتمن کس بلل کېږي، څه باندې درې برابره زیاته اټکل شوې ده.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ایلان ماسک د تاریخ تر ټولو شتمن انسان دی که نه، باید وویل شي چې له تاریخي شخصیتونو سره یې مستقیمه پرتله اسانه نه ده؛ ځکه چې د بېلابېلو زمانو د شتمنۍ ارزښت د انفلاسیون او د نړیوال اقتصاد د جوړښت له مخې توپیر لري. خو د عصري اقتصاد له نظره او د اسمي ارزښت پر بنسټ، هغه د معاصر تاریخ د فردي شتمنۍ د تر ټولو لوړو ریکارډونو له ثبتولو سره نږدې شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








