TOOSnews
اعلان
د شاپور ځدراڼ جنازه سبا كابل ته انتقالېږي.
افغانستانټوس نیوز

د شاپور ځدراڼ جنازه سبا كابل ته انتقالېږي.

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د پخواني چټک توپ‌اچوونکي شاپور ځدراڼ جنازه به سبا مازیګر شاوخوا ۴:۳۰ بجې کابل ته راورسېږي.

د معلوماتو له مخې، د ارواښاد شاپور ځدراڼ د جنازې لمونځ به د پنجشنبې په ورځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي، چې تمه ده د کرېکټ ګڼ لوبغاړي، چارواکي او مینه‌وال پکې ګډون وکړي.

بل لور ته، په خوست ولایت کې د شپږیزه کرېکټ لیګ د یوولسم پړاو روانې سیالۍ هم د شاپور ځدراڼ د مړینې له امله د دوو ورځو لپاره ځنډول شوي دي.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرېکټ له بنسټ‌اېښودونکو او مخکښو لوبغاړو څخه و، چې د ملي لوبډلې په نړیوالو بریاوو کې یې مهم رول لوبولی و. نوموړی د اوږدې ناروغۍ وروسته د هند په یوه روغتون کې وفات شو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.